Language

د لوګر دارالمعلمين پخوانى رييس او اوسنى اداري مدير د فساد په تور ونيول شول

پل علم(پژواک،١٢مرغومى٩٤): د ملي امنيت موظفينو د لوګر ولايت د عالي دارالمعلمين پخوانى رييس او اوسنى اداري مدير د فساد په تور نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، د لوګر د عالي دارالمعلمين پخوانى رييس محمد ايوب شيرزاد او اوسنى اداري مدير ميرعزت الله د فساد په برخه کې يوه دوسيه درلوده او له همدې امله نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د يادې دوسيې د څېړنې په موخه څه موده وړاندې د لوګر ولايت او د پوهنې رياست له لوري يو پلاوى هم ټاکل شوى و.

صالح وايي چې د لوګر د عالي دارالمعلمين يو شمېر ښوونکو او زده کوونکو هم له شېرزاد څخه شکايتونه درلودل.

ده وويل چې د يادو شکايتونو له امله شاوخوا دوه مياشتې وړاندې شېرزاد له دندې ګوښه او پرځاى يې بل کس پر دنده وګومارل شو.

د لوګر د پوهنې رياست يوې سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې  ياد کسان  د اداري فساد په تور د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

هغه په دې اړه نوجزئيات ورنه کړل.

خو د لوګر د  عالي دارالمعلمين د پخواني رييس ورور قاضي محمد يعقوب پژواک ته وويل چې ورور يې هيڅ ډول ستونزه نه درلوده ، خو د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.

هغه زياته کړه : (( زما ورور روغتيايي ستونزې هم لري خو اوس ملي امنيت نيولى بايد ژر يې بيرته را خوشې کړي.))

ملي امنيت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د لوګر ولايت د کانونو او اراضۍ رييسان د ملي امنيت له لوري د اداري فساد په تور نيول شوي و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.