Language

د لوګر فواید عامې ریاست له لویو لارو واورې پاکولو ته چمتووالی نیولی

پل علم (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۴): د لوګر ولايت د فوايد عامې رياست وايي چې د روان ژمي په اوږدو کې يې د کابل- ګردېز د لويې لارې تر څنګ د ولسواليو د لارو د واورو پاکولو لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.

د لوګر د فوايدعامې رييس عبدالولي رييسي د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې سږ کال يې د کابل- ګردېز د لویې لارې تر څنګ ولسواليو ته د غځېدلو لارو د واورو پاکولو لپاره يو منظم پلان جوړ کړی دى.

د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به دغه کار خصوصي شرکتونو ته ورکول کېده چې د ميليونونو افغانيو په لګښت سره به بيا هم سړکونه په سمه توګه له واورو نه پاکېدل او خلک به يې له ګڼو ستونزو سره مخ کول.

ده وويل: ((سږ کال موږ خپله ورته وسايل برابر کړي، سړکونه يې پاکوو او د څو ميليونو افغانيو د بې ځايه لګښت او د ترافيکو پېښو مخه نيسو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، هر کال به د کابل- ګردېز او د لوګر د ځينو ولسواليو د لارو پر پاکولو شاوخوا لس ميليونه افغانۍ لګول کېدې خو سږ کال به يواځې په اته سوه زرو افغانيو دغه چارې بشپړې شي.

هغه زياته کړه: ((که هر کال موږ په پيسو کې دغه ډول سپما وکړو نو کولاى شو په دې پيسو نور وسايط واخلو او لارې پرې پاکې کړو.))

رييسي وايي چې د واورو پاکولو تر څنګ يې د غره د ښويېدنې او د احتمالي واورې ښویېدو لپاره هم تدابير نيولي دي.

هغه وايي چې د کابل- ګردېز پر لويه لار د تېرې کوتل په سيمه کې يې د بېړنيو حالاتو پر مهال مسافرو لپاره د استوګنې ځايونه هم جوړ کړي دي.

رييسي زياتوي چې د دغه ولايت د سړکونو ډېرې سيمې يې هم رغولې دي او د حفظ او مراقبت لپاره يې هم اړين پلانونه لري.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د ولايت مقام د فوايد عامې رياست ته دنده سپارلې چې د ژمي په اوږدو بايد د کابل- ګردېز د لويې لارې تر څنګ د ولسواليو لارې د اورښتونو پر مهال خلاصې او پاکې وساتل شي.

هغه زياته کړه: ((والي صاحب سږ کال ډېره هڅه وکړه چې د واورو پاکولو ٨ عرادې وسايط د فوايد عامې د رياست لپاره ترلاسه کړي تر څو د اورښتونو پر مهال هېوادوال له ستونزو سره مخ نه شي.))

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د سړکونو تر څنګ د نورو ملي پروژو په ساتنه کې له حکومت سره مرستې وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.