Language

سنګین کې د برېښنا رياست یو کارکوونکى ووژل شو

لښکرګاه (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د هلمند د برېښنا رياست چارواکي وايي، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د دوى يو قراردادي مامور وژل شوى دى.

د هلمند د برېښنا مشر انجنير نصرالله قانع، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د محمد حسين په نوم د سنګين لپاره د دوى يو قراردادي مامور دندې ته پر لاره و، چې له نامعلوم لوري د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يې ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده زياته کړه، دا چې تردې وړاندې په سنګين د دوى رسمي مامورين په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، نو له اړتيا سره سم يې قراردادي مامورين په دندو ګومارلي چې حسين هم له دې ډلې څخه و.

د هغه په وينا، له دوو اونيوراهيسې د کجکي دخلکواوطالبانو ترمنځ دبرېښناد وېش په موخه جنجال دى، چې له امله يې د کجکي خلکو برېښنا پرې قطعه کړې او ستونزه لا په ځاى پاتې ده.

نوموړى وايي، د سنګين او کجکې ترمنځ سيمه کې د همدې جنجال له امله يوه پايه هم طالبانو په ماين الوځولې ده.

بل خوا په کندهارکې د برېښنا شرکت مرستیال امان الله ایوب فاروقي وایي، د کجکي خلکو دغه برېښنا له دې امله پرې کړې، چې تر پخوا ډېره برخه ورکړل شي.

ده وویل، له دغه جنجال سره سم چې کله پر لښکرګاه او کندهار ښارونو برېښنا پرې شوه، د دوی مسوولینو هم په کجکي بند کې پر مخالف لوري برېښنا بنده کړي.

هغه زياته کړه، نن دغه ستونزه له پخوانۍ پړېکړې سره سمه هواره شوې وه او کله چې نوموړی مامور سیمې ته د مزیو د تړلو په موخه روان و، په لاره کې د هاوان د مرمۍ ښکار او ووژل شو.

خو يادو مسوولينو دا ونه ويل، چې د هاوان مرمۍ له کوم لوري فير شوې وه، خو زياته يې کړه، چې په سيمه کې جګړه دوام لري.

د سنګین د برېښنا اړونده مامورین تردې مخکې هم د ماین په چاودنو او د ناامنيو پېښو کې وژل شوي دي.

د یادولو ده، چې لښکرګاه او کندهار ښارونو ته برېښنا د طالبانو او د سنګین او کجکي سیمو د خلکو ترمنځ د یوه شوي تفاهم له مخې په دغو سیمو کې تېرېږي.

 

login or register a new account.

Related Topics