درېيم تعقيب- مزارشريف (پژواک، ١٤ مرغومی ٩٤): په مزارشريف کې د هندوستان پر کونسلګرۍ ډله ييز بريد جريان لري او تر اوسه اته ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
يوې ډلې وسله والو پرون ماخوستن مهال شاوخوا اته نيمې بجې د بلخ د مرکز مزارشريف ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې يوه تش کور ته ننوتلي او له هغه ځايه د هند پر کونسلګرۍ ډزې کوي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ١٤مه سهار وخته په ساحه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له بريدګرو سره مهمات کم شوي او اوس ډېرې کمې ډزې کوي.
هغه زياته کړه، دا د هستوګنې سيمه ده؛ ځکه امنيتي ځواکونه په ډېر احتياط مخکې ځي تر څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې د بريدګرو شمېر شپږ تنه دی او د امنيتي ځواکونو له خوا په يوه کور کې کلابند شوي دي.
د بلخ والي عطا محمد نور د شپې ناوخته په خپله سيمې ته ورغلی و او د جګړې قومانده يې پر غاړه اخيستې ده.
هغه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې وسله په لاس خپل انځورونه خپاره کړي او ويلي یې دي چې دوى په ډېر احتياط سره پر مخ ځي چې ملکي وګړي زيانمن نه شي.
په مزارشريف کې د ملکي روغتون سرطيب ډاکتر خواجه نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه ورته اته ټپيان ور وړل شوي چې پنځه يې پوليس او اته عام وګړي دي.
د هغه په وينا، د دوو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه بريد د غندنې تر څنګ ويلي چې د دوى کارکوونکو ته تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د بريالي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د سيمې اوسېدونکو په وېره کې شپه سبا کړې ده.
نوموړي پر وسله والو نيوکه وکړه چې د خلکو د کورونو له منځه بريدونه کوي چې له امله يې ملکيان زيانمنېږي.
login or register a new account.