ښرنه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې شخصي روغتونونو په دغه ولايت کې پر ناروغانو سوداګري پيل کړې او سمه درملنه هم نه کوي.
په پکتيکا کې د دولتي روغتونونو تر څنګ اووه شخصي روغتونونه هم فعاليت کوي.
د یاد ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکي سلطان محمد د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې شخصي روغتونونو پر خلکو سوداګري پيل کړې ده.
ده وويل: ((شخصي روغتونونو دلته يواځې د خلکو د پيسو شکولو ته چل جوړ کړی دی.))
د سلطان محمد په وينا، کله چې يو ناروغ ته د پنځو سوو افغانيو په اندازه درملو اړتيا وي نو له اړتيا پرته د پنځو زرو افغانيو درمل ورکوي.
هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت په ډېرو شخصي روغتونونو کې ډاکتران مسلکي نه دي نو ځکه ډېری وخت د ناروغ درملنې پر ځای ناروغ ته نورې ستونزې هم پيدا کوي.
دغه راز د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په شخصي روغتونونو کې د درملنې پر ځاې پر ناروغانو سوداګري کېږي.
هغه زياته کړه: ((کله چې يو ناروغ شخصي روغتون ته يوسو، د پيسو د ترلاسه کولو په موخه ورته پنډ پنډ درمل ورکول کېږي.))
عبدالجبار زياتوي: ((ما يو ناروغ درلود، شخصي روغتون ته مې يو وړ، دومره معاينې او درمل يې راکړل چې زما پيسې خلاصې شوې او په کور کې مې هم پيسې نه درلودې نو مجبور شوم چې د کور چرګان ورته خرڅ کړم.))
ده وويل چې د مرکز ښرنې په ګډون په ولسواليو کې هم يو شمېر شخصي کلينيکونه او ډاکتران پر خپل سر فعاليت کوي.
د پکتيکا يادو او يو شمېر نورو اوسېدونکو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست له چارواکو غوښتنه وکړه چې له شخصي روغتونونو جدي څارنه وکړي تر څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
خو په پکتيکا کې د حاجي نياز په نوم د شخصي روغتون مسوول فيصل ريحان پژواک ته وويل چې په ډېرو شخصي روغتونونو کې ډاکتران هڅې کوي تر څو په سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړي.
ده وويل: ((موږ د فعاليت جواز لرو، په سمه توګه د ناروغ درملنه کوو خو يو شمېر نور يې چې جواز نه لري، کېداى شي هغوی خلکو ته ستونزې جوړې کړي.))
ده هم ټينګار وکړ چې د عامي روغتيا رياست بايد له شخصي روغتونونو او کلينيکونو جدي څارنه وکړي.
د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې اووه شخصي روغتونونو د فعاليت جواز ترلاسه کړى دى.
ده وويل چې د ولايت په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې کېداى شي خپلسري روغتیايي مرکزونه او يا هم کلينيکونه شتون ولري خو د نا امنۍ له امله يې دوى څارنه نه شي کولاى.
د هغه په وينا، د ټولو هغو شخصي روغتونونو او کلينيکونو پر وړاندې به جدي اقدام وکړي چې په سم ډول روغتيايي خدمتونه نه وړاندي کوي او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا په ګډون په کابل او نورو ولايتونو کې هم هېوادوال د ډېرو شخصي روغتونونو له خدمتونو خوښ نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP