Language

په ځینو سیمو کې ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): په پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څلور ورځې وړاندې په پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې د خيبر په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

د اعلاميي له مخې، تر اوسه د يادو عملياتو په لړ کې ٣٨ طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د سرچيني په حواله، په دې عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت، عامه نظم او سرحدي پوليس ګډون لري.

سرچينه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يې لسګونه کړۍ ماينونه خنثی کړي، يوه اندازه وسلې او مهمات يې نيولي دي او عمليات اوس هم روان دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه عمليات د دې لپاره ترسره کېږي تر څو د ژمي په موسم کې سيمه له وسله والو مخالفينو پاکه شي.

له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې د دغو عملياتو له امله يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او خلک له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سيمې اوسيدونکي نور ولي پژواک ته وويل چې تېره ورځ له نا معلوم لوری د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ټپيان شول.

دی وايي چې په سيمه کې ټولې لارې تړل شوې او خلک په ډاډه زړه ښار او نورو سيمو ته تګ راتګ نه شي کولای او په ځينو ځايونو کې په لارو کې ماینونه خښ شوي دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics