Language

د خيبر په عملياتو کې د نږدې ٢٠٠ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

ګردېز (پژواک ١٥ مرغومى ٩٤): د ۲۰۲ سپین غر زون مسوولين وايي، د خيبر په نوم ژمنيو عملياتو کې تراوسه پورې نږدې ۲۰۰ افغان او بهرني وسله وال وژل شوي دي، خو طالبان دا خبره نه مني.

د ۲۰۲ سپین غر زون د پوليسو قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد نن په خبري کنفرانس کې وويل، چې په دغه زون کې یې د وسله والو د ځپلو په موخه د خیبر په نوم ژمني عملیات پیل کړي او تر اوسه یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

هغه زياته کړه، په خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې یې پ پیل شویو عملیاتو کې تر دې مهاله نږدې  ۲۰۰ افغان او بهرني وسله وال وژلي او لسګونه نور یې ټپیان او ژوندي نیولي دي.

د ده په وينا، دغه راز په دې جګړو کې تردې دمه ۳۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

نوموړي وويل، وسله والو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په ډېری سیمو کې پر افغان ځواکونو بمي بریدونه کوي.

شېرزاد وايي: "وسله وال په ژمي کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د مشرانو له لوري ورته ویل شوي، چې پاکستان ته د ستنېدو پر ځای دې د جګړې په ليکو کې پاتې شي."

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدوايي، په يادو شويو ولايتونو کې يې هېڅ ډول عمليات نه دي محسوس کړي او تر دې مهاله دوی ته تلفات نه دي اوښتي.

دى زياتوي، امنيتي ځواکونو د غزني، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې پر دوی باندې د بريدونو نيت درلود، خو دوی يې پر وړاندې مقاومت کړی دی.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics