مزارشريف (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): په کابل کې د هندوستان سفير وايي چې د افغانستان او هند دښمن د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او د مزارشريف په څېر بريدونه به يې له کابل سره اړیکې نورې هم قوي کړي.
د هند سفير امر سنها د مرغومي په ١٥مه سهار مهال له يوه پلاوي سره د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له خپلې کونسلګرۍ ليدنه وکړه چې پرې ډله ييز بريد شوى و.
وړمه شپه په څه کم نهو بجو يوه ډله وسله وال د مزارشريف څلورمې ناحيې اړوند يوې درې پوړيزې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې پر هندي کونسلګرۍ ډزې کولې.
دغه نښته تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې وروسته له هغه پاى ته ورسېده چې افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو پر يادې ودانۍ عمليات وکړل او څلور واړه بريدګر يې ووژل.
د ځايي چارواکو په وينا، په دې نښته کې يو پوليس وژل شوی، پنځه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هند سفير وويل، که چېرې په ياده پېښه کې د ټپي شوو کسانو درملنه په افغانستان کې امکان ونه لري، دوى چمتو دي هند ته يې ولېږي.
د هغه په وينا، دوى د دغه بريد په اړه له پخوا کره معلومات نه درلودل، خو وايي چې موده مخکې کونسلګرۍ ته نږدې يو کس په داسې حال کې نيول شوى و چې د شاوخوا ساحو عکسونه يې اخیستل.
امر سينها وويل چې په جلال اباد کې هم امنيتي کسانو هغه دوه کسان نيولي چې د دوى د کونسلګرۍ او شاوخوا سيمو عکسونه يې اخيستل.
هغه د مزارشريف بريد ته په اشارې سره وويل چې دا ډول بريدونه د افغانستان او هند اړيکې نه شي خرابولى، بلکې دا اړيکې لا نورې هم پياوړې کوي.
د هند سفير د افغان ځواکونو او د بلخ له والي مننه وکړه چې پر وخت يې اقدامات وکړ او بريدګر يې ووژل.
دى وايي چې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى، يواځې په ډېره کمه کچه مالي زيانونه اوښتي دي.
د امر سنها په وينا، پرون او نن د دوى کونسلګري بنده وه او سر له سبا څخه به خپل کارونه پيل کړي.
login or register a new account.