Language

په زابل کې د قلم لار ټولنې له لوري کتابتون جوړ شو

کلات (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): د قلم لار په نوم ټولنې زده کړو او مطالعې ته د خلکو د هڅونې په موخه په زابل ولايت کې يو خصوصي کتابتون پرانيستى دى.

د دې ټولنې مسوول مطيع الله ويسا د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کتابتون يې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مرکز کې جوړ کړی، څو د دې سيمې اوسېدونکي ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه، په دغه کتابتون کې چې د سيمی يوه اوسېدونکي ورته په خپل کور کې ځاى ورکړى او دا مهال په کې ۱۷۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه شته دي.

دى وايي، د سيمې اوسېدونکو ورسره ژمنه کړې چې د دغه کتابتون په ساتنه او بډاينه کې هڅې او ورسره مرسته کوي.

ويسا وويل، د دوی د ټولنې اصلي موخه د تړلو ښوونځيو پرانيستل دي، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې کتابتونونه هم جوړوي.

د هغه په وينا، تر دې وړاندې يې د کندهار او هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې دا ډول کتابتونونه جوړ کړي دي.

د شهر صفا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيداحمد پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه په دې ولسوالۍ کې هېڅ دولتي يا شخصي کتابتون يا کتاب پلورنځی نه و چې خلکو په کې مطالعه کړې وای.

د هغه په وينا، اوس به د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وکولی شي د مطالعې لپاره له نوي جوړ شوي کتابتون څخه ګټه واخلي.

 

login or register a new account.

Related Topics