Language

پوليس: د هند پر کونسلګرۍ بريد کوونکو په اردو ژبه خبرې کولې

مزارشريف (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): د بلخ ولايت امنيه قومانداني وايي چې په مزارشريف ښار کې د هندوستان پر کونسلګرۍ بريدګرو په اردو ژبه خبرې کولې او پر دېوالونو يې هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي.

وړمه شپه په څه کم نهو بجو يوه ډله وسله وال د مزارشريف څلورمې ناحيې اړوند يوې درې پوړيزې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې پر هندي کونسلګرۍ ډزې کولې.

دغه نښته تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې وروسته له هغه پاى ته ورسېده چې افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو پر يادې ودانۍ عمليات وکړل او بريدګر يې ووژل.

د ځايي چارواکو په وينا، په دې نښته کې يو پوليس وژل شوی، پنځه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ١٥مه د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې بريدګرو په اردو ژبه خبرې کولې.

هغه زياته کړه: ((د بريدګرو شمېر درې تنه وو، پر دېوالونو هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي له قوارو څخه يې هم راښکاري چې ګواکې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، خو په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي.

د بلخ پوليسو د بريدګرو جسدونه او د هغې ودانۍ بېلابېلې برخې هم خبريالانو ته وښودل چې ياد بريدګر په کې پټ شوي وو.

بريدګرو د يادې ودانۍ د يوه تشناب پر دېوال چې په کې پټ شوي وو، پر خپلو وينو ليکلي وو چې دا بريد يې د ا فضل ګورو د انتقام لپاره ترسره کړى دى.

پر دېوال په اردو ژبه ليکل شوي وو: ((يک شهيد، ١٠٠٠ فدايي)) دغه راز په بل ځاى کې ليکل شوي وو چې د افضل ګورو انتقام يې اخيستى دى.

د هندوستان د کشمېر اوسېدونکى افضل ګورو په نوي ډيلي کې د هندوستان پر پارلمان ډله ييز بريد کې تورن پېژندل شوى و چې بيا د هند د حکومت له خوا اعدام شو.

سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې دوى له بريدګرو وسلې، مهمات، ټيلېفونونه او ځيني اسناد ترلاسه کړي چې په پلټنو کې به ورسره مرسته وکړي.

دا چې ياد عمليات ولې دومره وځنډېدل د امنيت امر وويل چې د يادې ودانۍ شاوخوا ټول د هستوګنې کورونه وو او که دوى عمليات چټک ترسره کړي واى، نو د بريدګرو او امنيتي ځواکونو په ډزو سره ملکي وګړي زيانمن کېدل.

login or register a new account.