پل علم- ګردېز (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): په لوګر او پکتيا ولايتونو کې دوو پوليسو او څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په واغجان بازار کې د ګازو يوې ډبې چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى او دری نور ټپيان دي.
صالح زياته کړه: ((دوى ټول په دوکان کې ناست وو، ځانونه يې ګرمول چې ډبې چاودنه کړې دوکاندار يې وژلی او دری نور يې ټپيان کړي دي.))
د هغه په وينا، ياد څلور کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د واغجان بازار يوه بل هټۍ وال نوراحمد پژواک ته وويل: ((تېر ماښام چاودنه وشوه موږ فکر کاوو چې بم دى خو کله چې مو وليدل د ګازو ډبه چاودلې وه.))
ده هم وويل چې په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى او دری نور ټپيان دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار په پل خوستي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړی دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد زمان پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي دى.
ده وويل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP