تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د تخار په کوکچې پل سيمه کې لسګونو کسانو لاريون کړى چې له امله يې د دغه ولايت د شپږو ولسواليو لار تړل شوې ده.
دغه لاريون چې نن سهار پيل شوى، له امله يې له مرکز تالقانو سره د دشت کلا، خواجه بهاءالدين، رستاق، چاه اب، درقد او ينګي کلا ولسواليو لار تړل شوې ده.
لاريون کوونکي د کوکچې پل چې د خواجه غار او دشت کلا ولسواليو تر منځ موقعيت لري، تړلى او د تخار له سيمه ييزو چارواکوي غواړي چې د جلال په نوم يو تن چې څلور ورځې وړاندې د پوليسو له لوري نيول شوى، خوشی کړي او د ملا موسى قاتلين دې ورته وسپاري.
ملا موسى چې په دشت کلا ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د يوې ٣٥ کسيزې ډلې مشري کوله، ٢٥ ورځې وړاندې یې په موټر کې چسپکي ماين چاودنه وکړه او ووژل شو.
د ملا موسی زوی شهباز چې دغه لاريون رهبري کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه چې د پلار قاتلين يې ونه نيول شي، دغه لار د ترافيکو په مخ نه خلاصوي.
ده زياته کړه، د تخار پوليسو د دشت کلا ولسوالۍ د ولسي پاڅون قوماندان جلال په ناحقه نيولی، نو نوموړی بايد خوشی شي.
په ورته وخت کې د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي بيا پژواک ته ويلي چې قوماندان جلال د دوی د پوليسو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوی دى.
د هغه په وينا، قوماندان جلال له مخکې هم د ځينو جرمونو په تور د پوليسو تر څارنې لاندې و.
قوماندان د هغه د جرمونو په اړه څه ونه ويل، خو د ملا موسی په اړه يې وويل چې نوموړی د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، په تخار کې ١٤٠٠ پاڅونوال دي چې د امنيتي ادارو له لوري امکانات ترلاسه کوي، خو دوی د طالبانو ترڅنګ په خپلو کې هم اخته دي.
login or register a new account.