مزارشريف (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۴): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، سربېره پر دې چې د سولې شوار د سولې راوستو په نوم له تېرو څلورو کلونو ډېر لګښت وکړ؛ خو بيا يې هم لاسته راوړنې صفر دي.
دی وايي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې په نامه غږ پورته کوي، په دغه هېواد کې د جنګ اور ته لمن وهي.
خو په بلخ کې د سولې عالي شورا د کمېسيون مشر وويل چې دغه کمېسيون په خپل ځای کې لاسته راوړنې هم لري.
دوی دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۶مه د سولې په تړاو د يوې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني جامعې د شبکې له خوا د سولې په تړاو د ټولنې د دولتي او غير دولتي ارګانونو تر منځ ناسته وشوه.
په شمال زون کې د يادې شبکې مسوول منوچهر ابراهيمي د يادې ناستې په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د شمال زون دولتي ارګانونو تر څنګ د دغه زون له ۶۰ مدني ټولنو سره د سولې په تړاو ناسته برابره کړې ده.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه وکړه چې د سولې د روانو هڅو په تړاو د افغان ټولنې د هرې برخې نظر ترلاسه کړای شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد د يادې ناستې په څنډه کې پژواک ته وويل چې د سولې د عالي شورا هڅې تر دې دمه په هغې کچه پايلې نه لري، څومره چې افغانانو له دې شورا څخه د سولې په تړاو لرلې.
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې دې شورا د سولې راوستو په نامه له تېرو څلورو کلونو ډېر لګښت وکړ؛ خو بيا يې هم لاسته راوړنې صفر دي.
login or register a new account.