کلات (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): په زابل ولايت چارواکي وايي زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نيول شوي وو، د لوړو دولتي چارواکو او عامو خلکو پر وړاندې وسوځول شول.
چارواکي وايي، دغه توکي چې بېلابېل نشه يي توکي په کې شامل وو، ټول وزن يې ۹۵۴۹ کيلوګرامه کېږي او د زابل د پوليسو له لوري د ځینو عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال بازمحمد احمدي چې زابل ته د دغو نشه يي توکو د سوځولو لپاره راغلی و، پژواک اژانس ته وويل چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د زابل د پوليسو هڅې د ستايلو وړ دي او يو شمېر دولتي چارواکو ته يې ستاينليکونه هم ورکړل.
هغه زياته کړه چې په نيول شوو نشه يي توکو کې ترياک، چرس، هيرويين، مورفين، پاپاوين او کيمياوي تېزاب شامل وو، ټول وزن يې نهه نيم ټنه کېده چې تېر ماښام د ټاکل شوي پلاوي له لوري د چارواکو او عامو خلکو پر وړاندې د کلات ښار په خرواريانو سيمه کې وسوځول شول.
د زابل امنيه قوماندان پاسوال ميرويس نورزي چې د دغو نشه يي توکو د سوځولو پر مهال يې په سيمه کې حضور درلود، پژواک اژانس ته وويل، پوليسو په دريو کلونو کې دغه لاسته راوړنې درلودې.
نوموړي زياته کړه، ياد نشه يي توکي د ۴۹ بېلابېلو عملياتو پر مهال د پوليسو له لوري له لسګونو موټرو او سلګونو کسانو سره نيول شوي دي.
د ده په خبره، نيول شوي کسان تر لومړيو پلټنو وروسته څارنواليو ته معرفي شوي او د نشه يي توکو پر ضد د دوى مبارزه لا هم روانه ده.
دغه نشه يي توکي په داسې حال کې سوځول شوي چې دوه ورځې وړاندې په کندهار کې هم په زياته اندازه نشه يي توکي سوځول شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP