ګردېز (پژواک ١٧ مرغومى ٩٤): په پکتيا کې د بشر حقونو ادارې، ولايتي شورا او مدني ټولنې غړو له مرکزي دولت او ولايتي ادارې څخه وغوښتل، چې د جګړې په سيمه کې د ملکي خلکو ژوند او تاسيساتو ته پاملرنه وکړي.
دغه خبرې د يادو بنسټونو غړو نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړې او ويې ويل، که مسوولې ادارې دغې مسئلې ته جدي پام ونه کړي، نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
شاوخوا يوه اونۍ کېږي، چې د سوېل ختيځ زون په کچه په ځينو ولسواليو کې د خيبر په نوم چاڼيز عمليات روان دي، چې د دې له ډلې څخه يې يو هم د پکتيا د زرمت ولسوالۍ ده، چې خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په سوېل ختيځ زون کې د بشر حقونو ادارې مطبوعاتي مسوول عادل عزيزي وويل، دوى په زرمت ولسوالۍ کې د ملي پوځ د وروستيو عملياتو په اړه خبرتيا لري، د وژل شوو او ټپيانو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي او بله لويه ستونزه چې د ملکي او عامه تاسيساتو او کورونو څخه د مورچل په توګه د ملي پوځ او مقابل لوري يې ګټه اخيستنه ده.
ده زياته کړه: "په دغو عملياتو کې د جګړې اخلاقو ته هېڅ ډول پاملرنه نه کېږي او د جګړې ښکېلې خواوې، وسله وال طالبان او افغان ملي ځواکونه د خلکو له کورونو څخه د مورچلونو استفاده کوي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده."
د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل هم د زرمت په عملياتو کې خلکو ته د اوښتو زيانونو يادونه وکړه او ويې ويل، که د عملياتو پر مهال د خلکو ژوند ته پام ونه شي، په راتلونکي کې به نورې ستونزې هم زياتې شي .
د هغه په وينا، دوى چې کوم معلومات تر لاسه کړي، تر اوسه پورې په ياده ولسوالۍ کې نهو کسانو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي .
دی وايي:"مونږ د جنګ له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوو، چې د ملکي خلکو له کورونو څخه دې د سپر په توګه کار نه اخلي او جنګي قوانين دې مراعت کړي."
د پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال اصف خېل د جګړې او عملياتو په ځای کې د خلکو روان ژوند تريخ وګاڼه او د خلکو خونديتوب غوښتنه يې وکړه او ويې ويل، په زرمت کې خلک له تېرو دوو اونيو راهيسې له ستونزو سره مخامخ دي.
د هغه په وينا، خلک خوراکي توکي نه لري، هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او څوک يې غږ هم نه اوري.
نوموړى زياتوي: "موږ له مرکزي حکومته غوښتنه کوو چې د عملياتو پرمهال دې، د خلکو ژوند د پام په خاطر په خپلو ولايتي ادارو فشار زيات کړي او که نه خلک به له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي."
هڅه مو وکړه ،چې د خلکو ژوند ته د اوښتو زيانونو په اړه په پکتيا کې د سوېل ختیځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو سره له پرله پسې هڅو يې د نظر په اخيستو بريالي نه شو.
login or register a new account.