Language

امنيتي مسوولین: د هلمند په امنيتي حالاتو کې به ډېر ژر بدلون راشي

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۴): په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي چې دغه ولایت د لوی او پېچلي جغرافيي او ستراتیژیک موقعيت له مخې په اسانۍ نه شي کنټرولېدلی.

دغه څرګندونې تورن جنرال محمدمعین فقیر د لښکرګاه په بُست هوايې ډګر کې وکړې او ويې ویل چې هلمند د هېواد د شپږو ولایتونو په اندازه لويوالی لري، بلخوا يې موقعيت داسې دی چې امنیتي ستونزې په کې ډېرې دي.

ده دغه راز زياته کړه چې په دغه ولایت کې د نشه يې توکو پراخ کر او قاچاق هم د نا امنۍ په ډېروالي کې مرسته کوي، د دولت وسله والو مخالفینو ته قاچاق وړونکي له دې لارې امکانات ورکوي.

د فقير په وینا چې له یادو ستونزو سره سره يې اوس داسې پلانونه له نورو امنیتي اورګانونو سره جوړ کړي دي چې ډېر ژر به په امنیتي حالات کې مثبت بدلون راشي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وویل چې دوه ورځې وړاندې مارجې ولسوالي ونیول شوه، لاره يې اوس خلاصه ده او ډېر ژر به نورې هغه سیمې هم ونیول شي چې دوی د پلان له مخې ورته لومړيتوب ورکړی دی.

فقیر دا هم وویل چې له پولیسو او نورو ارګانونو سره پوره همغږي لري، ټول جوړ شوي پلانونه په ګډه پلي کوي او تر دې مهاله په اړوند برخه کې ستونزې نشته چې له مخې يې کارونه خراب شي.

هغه وايي چې له تېرو دوو میاشتو او اوس ترمنځ د وسله والو مخالفینو په فعالیتونو کې پوره بدلون راغلی دی، هغه وخت يې ښکاره پټنځایونه درلودل، په ډله ييزه توګه يې په امنیتي پوستو بریدونه کول خو اوس يې نه شي کولی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان، د وسله والو طالبانو د کمزورۍ لامل شپني عملیات په ګوته کړل چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له لوري په پرله پسي ډول ترسره کېږي او تر دې مهال يې دوه د مخالفینو زندانونو مات کړي او ګڼ مخالفین يې وژلي او ژوندي نیولي دي.

نوموړي وويل، هڅه یې دا ده چې لومړی د لښکرګاه په باباجي او نادعلي او وروسته په سنګین، مارجې او هغو لرو سیمو کې عملیات وکړي چې طالبان په کې روزنیز مرکزونه او پټنځایونه لري.

فقير هغه خبرې رد کړې چې ګواکې د مارجې په عملیاتو کې يې له ژمنې سره سره له پولیسو سره مرسته نه ده شوې او ويې ویل چې پولیس او ملي اردو یو دي، یوازې يې یونيفورم توپیر لري نور يې تر منځ بېوالی نشته.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وويل چې په ځینو وختونو کې له اړتیا سره سم په ځانګړو عملیاتو کې بهرنۍ ځواکونه هم له دوی سره مرسته کوي چې تر دې مهاله يې په مارجي، سنګین او ګرشک کې ګډ عملیات ورسره کړي دي.

که څه هم د قول اردو او د هلمند امنیه قوماندانان وايي چې د مارجې ستونزې حل شوې او لاره خلاصه ده، خو د مارجې اړوند د سیمه يیزو پولیسو یو قوماندان چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مارجې عملیات ناڅاپي وو، د پلان له مخې نه دي ترسره شوي او بهرنیانو عمليات پر خپل سر پیل کړل.

login or register a new account.