Language

بلخ کې مدني فعالانو د ټاکنيزو کمېسيونونو د اصلاحاتو په پروسې اندېښنه وښوده

مزارشريف (پژواک، ١٩ مرغومی۹۴) : د بلخ ولايت د ځينو مدني ټولنو غړو د ټاکنيزو کمېسيونونو د اصلاحاتو پر روانې پروسې اندېښنه وښوده.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲۰مه، د ځينو مدني ټولنو يو شمېر فعالينو د شمال زون د بشر حقونو په خپلواک کمېسيون کې د مشرانو او ولسي جرګو لخوا د ټاکنيزو کمېسونونو د اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر د تقنيني فرمان د رد په غبرګون ناسته وکړه.

خو د همدې ولايت ځينې مدني فعالين بيا وايي، چې د قانون له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو د کمېسيونونو د کمېشنرانو د لرې کولو حق نه لري.

تېره اوونۍ د مشرانو او ولسي جرګو د ټاکنيزو اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر اشرف غني تفنيني فرمان رد کړ.

په بلخ ولايت کې د اميد همزيستي ټولنې مسوول يزدان پرست د ولسمشر د تقنيني فرمان د رد په غبرګون د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو د اصلاحاتو پروسه په سمه توګه پر مخ لاړه شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ليکل کړي، چې د دغو کمېسيونونو اصلاحات به د دوی کاري لومړيتوبونه وي.

خو د هغه په وينا، د مشرانو او ولسي جرګو له اړخه د ټاکنيزو کمېسيونونو د اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر د فرمان ردېدل دوی ته اندېښنې پيدا کړې دي.

يزدان پرست وويل، چې دوی له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه کوي، چې د صادر شوي فرمان په تړاو له ځانګړو چارو څخه کار واخلي او فرمان عملي کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد فرمان د نه عملي کېدو په حالت کې د ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره د کمېشنرانو د ټاکلو کمېسيون حقوقي اړخ تر پوښتنې لاندې دی.

login or register a new account.