Language

ولسمشر د مشرانو جرګې د انتصابي غړو کاري دوره وغځوله

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٤): ولسمشر، د انتصابي سناتورانو د کار د دوام په اړه د مشرانو جرګې د غړو له غوښتنې سره د هوکړې ترڅنګ د هغوى کاري دوره تمديد کړه.

د ولسمشرۍ رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر پرون ماښام په ارګ کې د مشرانو جرګې له غړو سره وکتل.

په دغه ليدنه کې چې د يادې جرګې مشر فضل هادي مسلميار، مرستيالانو او د جرګې اداري پلاوي هم په کې ګډون درلود، د هېواد د هر ولايت په استازيتوب په کې يوه سناتور خبرې اترې وکړې او په بېلابېلو ډګرونو کې يې خپلې غوښتنې او وړانديزونه څرګند کړل.

د امنيت ټينګښت، د سيمه ييزو او ملي پوليسو ډېرښت، د لويو لارو د امنيت ټينګښت، له غيرمسوولو وسله والو کسانو سره جدي چلند، د اداري فساد مخنيوى، د څښلو د پاکو اوبو د کمښت ستونزې حل، د سرکونو پخول، د اوبو د زېرمې بندونو جوړول، د روغتونونو او کلينيکونو رغول، د کوچيانو او کليوالو ترمنځ د ستونزو حل، د ديني مدرسو او خصوصي او دولتي پوهنتونونو رامنځته کول، د ښوونځيو رغول، د برېښنا د انرژۍ ټينګښت، د سولې د هلو ځلو دوام، په ټولو هېوادوالو باندې د قانون يو شان پلي کول، په دولتي بنسټونو کې د اړوندو ولايتونو کدرونو استخدام، له سېلابونو د مخنيوي په موخه د تدابيرو نيول، د ډبرو سکرو د کانونو راسپړل او د فابريکو رامنځته کول او بنسټيزو او اساسي پروژو ته ډېره پاملرنه، هغه موارد وو چې د سناتورانو له لوري مطرح شول.

د مشرانو جرګې غړو دغه راز له ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د يوه فرمان په ترڅ کې له اساسي قانون سره سم د انتصابي سناتورانو د کار دوام وغځوي.

په دوام کې د چارو ادارې مرستيال نعمت الله ساير د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د کار د دوام په اړه د ولسمشر فرمان ولوست، چې له هغه سره سم د ملي شورا د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې تر پايه او د نويو انتصابي غړو تر ټاکنې پورې؛ د اساسي قانون له ٨٤مې مادې سره سم خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

مشرانو جرګه ١٠٢ غړي لري چې له دې ډلې يې ٣٤ کسان انتصابي دي او د ولسمشر له لوري د پنځو کلونو کاري دورې لپاره ټاکل کېږي.

د اساسي قانون پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې د ملي شورا د ولسي جرګې اوسنۍ دوره د روان کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته ورسيږي، خو د ټاکنو د نه تر سره کېدو له امله ولسمشر د دوى کاري دوره د پارلماني ټاکنو د پايلو تر اعلان پورې وغځوله. ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې راتلونکى کال د دوبي او مني موسمونو په اوږدو کې تر سره شي، خو تر اوسه پورې يې کره نېټه نه ده معلومه شوې.

ولسمشر د يادې ناستې په بله برخه کې د سولې خبرو اترو په اړه وويل: "د سولې ټينګښت يوه ملي او بنسټيزه موضوع ده، خو سوله بايد له عزت ډکه او دوامداره وي او موږ د سولې د ټينګښت لپاره له کمزوري دريځ څخه نه ورځو."

اشرف غني زياته کړه: "د سولې په خبرو کې، د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا او د خپلواکې پر ساتنې، د اساسي قانون بشپړ مشروعيت، د نظام مشروعيت، د سولې غوښتونکو او نه غوښتونکو کسانو تفکيک او نړيوالې څارنه باندې ټينګار کېږي."

ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د جګړې لوري بايد په بشپړ ډول څرګند شي، وويل چې په افغانستان کې نړيوال ترهګر هم جګړه کوي او له افغانستان څخه د جګړې د ډګر په توګه ګټه اخلي، خو له نړۍ سره د افغانستان هڅه او مشارکت دا دى، چې دغه دوامداره خطر له منځه يوړل شي.

ولسمشر غني سناتورانو ته وويل چې د نا امنۍ دليلونه په څرګند ډول سره وڅېړي او هغه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريک کړي.

login or register a new account.