Language

کندهار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤): د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ٢٢ متره په اوږدوالي د يوه پول د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پول د ملي پيوستون د پروګرام په چوکاټ کې د UN هبيتات موسسې له خوا جوړېږي.

د پول د جوړولو چارو د پيل په مراسمو کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي، يو شمېر سکتوري رييسانو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړى و .

مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل، د ٢٢ متره په اوږدوالي او د ٥ متره سور په لرلو دغه پول د ارغنداب په نوې مزرعه کلي کې د ملي پيوستون د پروګرام له مخې د يو اين هبيتات موسسې له خوا جوړېږي چې ٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زياته کړه، دا يوه ټولګټې پروژه ده چې کلي له يو بل سره نښلوي او د تګ راتګ اسانتياوې ډېروي.

نوموړي يادونه وکړه چې دغه پروژه د خلکو په غوښتنه پيل شوې او هغوى يې بايد ساتنه هم وکړي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وويل، دغه پول پر ظاهر شاهي کانال جوړېږي چې ډېر کلي د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

هغه زياته کړه، د پول په جوړېدو سره به خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې دې د ملي پيوستون پروګرام ته پراختيا ورکړاى شي، څو د خلکو په خوښه ورته ټولګټې پروژې پلې او په ژوند کې يې مثبت بدلون راشي.

د ارغنداب د نوې مزرعې د کلي يوه اوسېدونکي سيف الله وويل، مخکې د کلي اوسېدونکو د ولسوالۍ تر مرکزه د تګ راتګ پر مهال ستونزې لرلې او پر اوږده لاره به په ځنډ رسېدل، خو د پول په جوړېدو به دغه واټن لنډ شي.

هغه يادونه وکړه چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د دې ولسوالۍ په نورو کليو کې هم ورته کارونه شوي او ځينې لا هم روان دي چې خلکو ته يې د ژوند اسانتياوې برابرې کړې دي.

ارغنداب ولسوالۍد کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده او د دې ولايت له سرسبزه ولسواليو څخه ګڼل کېږي چې ٧٢ کلي لري.

login or register a new account.