Language

اتل: د هلمند ٤٠ سلنه برخه د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا چارواکي وايي که حکومتي مشران د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه کړي، بدې پايلې به ولري.

د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل د مرغومي په ٢٠مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له کابله څو پلاوي ورغلل تر څو د امنيتي حالاتو جاج واخلي.

هغه  زياته کړه: ((د دغو پلاوو کارونه نمايشي وو، د هلمند د امنيت لپاره یې هېڅ هم نه دي کړي.))

اتل وايي چې د دغه ولايت په ځینو برخو کې سخته جګړه روانه ده چې له امله امنيتي ځواکونه ډېر ستړي شوي او د کابو کولو توان يې نور نه لري.

ده وويل چې حکومتي چارواکي بايد هلمند ولايت ته تازه دمي ځمکني او هوايي ځواکونه را واستوي.

ده وویل: ((اوس هلمند د ګړنګ پر غاړه دی، سیمې مو له لاسه وتلې دي، د جګړې په کرښو کې پراته  سرتېري ستړي دي، تلفات لري او ځیني يې په رخصتیو تللي او غیر حاضر دي.))

د اتل په وينا، د حکومتي چارواکو د  نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ٤٠ سلنه خاوره د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.

ده زياته کړه: ((دا وروستی چانس دی چې دولت  کولی شي ګټه ترې پورته کړي، په سیمه کې فعال د وسله والو مشران او ګروپونه بايد وځپي، امنیت دې ټینګ کړي او که دا کار ونه کړي  امنيتي حالات به خراب او له  کابو کېدو به وو ي.))

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخند زاده هم وویل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي حالات خراب شوي او که پاملرنه ورته ونه شي نو بدې پايلې به ولري.

د هغه په وينا، که د هلمند د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي نو ډېر ژر به دغه ولايت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط وکړي.

ده هم وويل چې د هلمند امنيتي حالاتو د څېړنو په موخه راغلو پلاوو د دغه ولايت په اړه رښتيني راپورونه نه دي وړاندې کړي.

دغه راز په هلمند ولايت کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د دغه ولايت چارواکي د امنيت د ټينګښت لپاره پياوړې اراده نه لري.

login or register a new account.