Language

د پکتيکا والي له  خلکو څخه د امنيت په ټينګښت کې مرسته وغوښته

ښرنه(پژواک،٢١مرغومى٩٤): د پکتيکا والي ددې ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د ښې حکومتولۍ او د امنيت په ټينګښت کې ورسره همکاري وکړي.

د پکتيکا والي امين الله شارق دغه څرګندونې د مرغومي په٢١مه ددې ولايت د سرروضې ولسوالۍ له قومي مشرانو او خلکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې شارق وويل چې ولسونه کولی شي د امنيت په ټينګښت او د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې له نظام سره پوره همکاري وکړي.

نوموړي د يادې همکارۍ په اړه نور جزئيات ورنه کړل خو زياته يې کړه: (( که غواړو چې له روانو ستونزو خلاصى ومومو  نو ټول بايد سره لاسونه يو کړو.))

ده له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او له حکومت سره يوځاى شي.

په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب مولوي طوطي وويل چې د امنيت د ټينګښت او د سولې د راوستو په موخه ولس چمتو دى له حکومت سره هر راز مرستې وکړي.

خو ده زياته کړه : (( په هېواد کې روانه جګړه دګاونډيو هېوادونو استخباراتي جګړه ده، دوى په افغانستان کې ځانونه خپلو شومو موخو ته رسول غواړي.))

ددې ولسوالۍ بل قومي مشر ملايعقوب هم وويل چې ولس له حکومت سره مرستې ته پوره چمتوالى لري.

ده وويل چې حکومت بايد وروسته پاتې ولسواليو ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو د خلکو باور نور هم په حکومت ډير شي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک ته وويل چې د سرروضې ولسوالۍ ودانۍ دوه کاله وړاندې د يوې چاودنې له امله ويجاړه شوې خو تر اوسه بېرته نه ده رغول شوې.

سرروضه د پکتيکا ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې يو شمېر سيمې يې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.

Related Topics