غزني (پژواک، ۲٢ مرغومی ۹۴): د غزني ولايت يو شمېر اوسيدونکي وايي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره اړ دي چې د پاسپورټ امريت ځينو کارکوونکو ته بډې ورکړي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د مشکي سيمې اوسېدونکي رحمت الله د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې يې د پاسپورټ اخیستو په موخه عريضه ورکړې ده.
هغه زياته کړه: ((دوه میاشتې مې پوره شوې چې ورشم راته وايي بله اونۍ راشه چې ورشم بیا نه وي، د پاسپورټ پیسې مې په کرایه او هوټل ولاړې.))
ده وويل که څوک واسطه ولري او يا هم د پاسپورټ امريت کارکوونکو ته دوه، درې سوه ډالر ورکړي نو د يوې اونۍ په اوږدو کې پاسپورټ ورکول کېږي.
د غزني ښار د نوغي سيمې اوسېدونکي ګلاب خان پژواک ته وويل چې څلور مياشتې وړاندې یې د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه عريضه ورکړې ده.
دى وايي چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې د ځنډ له امله خلکو ته ډطر زيانونه اوښتي دي.
ده د بېلګې په توګه وويل: ((ما ته مې اوښی ویزه له دوبۍ رالېږې وه، وخت يې پوره شو، پاسپورټ مي ترلاسه نه کړ، ویزه مې کنسل شوه.))
ده هم وويل چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو په موخه خلک اړ دي چې د پاسپورټ امریت کار کوونکو ته بډې ورکړي او يا هم واسطه ورته پيدا کړي.
هغه وويل: ((دلته کمېشن کاران شته، ما ته يې څو ځلې ويلي چې پيسې راکړه، کار دې په دريو ورځو کې خلاصوو.))
د هغه په وينا، د پاسپورټ کارکوونکي بايد خلکو ته پر وخت پاسپورټونه ورکړي؛ ځکه د افغانستان ډېری اوسېدونکي بهرنيو هېوادونو ته د سیاحت لپاره نه، بلکې د مزدورۍ لپاره ځي.
په غزني کې د ژوند مدني ټولنې مشر نقيب الله خاکسار هم پژواک ته وويل چې د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه خلک اړ دي چې د امريت کارکوونکو ته تر درې سوو ډالرو پورې رشوت ورکړي.
د خاکسار په وينا، ډېرو خلکو دوى ته د پاسپورټ په امريت کې د بډو اخيستو شکايتونه کړي دي.
login or register a new account.