محمودراقي (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د کاپيسا ولايت د اول کوهستان اوسېدونکي وايي چې د ښکاري ټوپک پر ډزو په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې يې امنيتي ستونزې نشته، خو د ښکار له امله خلکو نوي ښکاري چره ييز ټوپک ترلاسه کړي او په جنايي پېښو کې هم ترې کار اخلي.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه اغا پژوا ک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې غير مسوول وسله وال او مخالفين نشته، خو په هر کور کې ښکاري ټوپک شته.
هغه زياتوي چې اوس داسې نوي ښکاري ټوپک راغلي چې له کلاشينکوف څخه هم خطرناک دي.
د نوموړي په خبره، د دغه چره ييز ښکاري ټوپک بيه له ٣٠زرو افغانى څخه تر ٤٠ زرو افغانيو پورې ده او په يو ځاى له پنځو تر لسو پورې مرمۍ فيروي.
شاه اغا وايي چې د یادې وسلې په هر کارتوس کې بيا پنځه نورې غټې چرې وي، يعنې په يو ځل تر ٥٠ پورې مرمۍ ترې فير کېږي.
ده زياته کړه چې د همدې وسلې له امله د ښکار پر مهال يو شمېر کسان وژل شوي دي.
د ارشاد په نوم د اول کوهستان د شرکت بازار اوسېدونکی وايي چې تېره شپه هم د سرجن په سيمه کې يو کس د ښکاري ټوپک پر ډزو وژل شوی دی.
د نوموړي په وينا، د شپې پر مهال هم ځيني خلک په جنايي پېښو کې له همدې وسلې کار اخلي ځکه حکومت پرې بنديز نه دى لګولى او په ازاده يې ګرځوي.
د حجت الله په نوم يو ښکاري بيا وايي: ((يواځې په تېره يوه مياشت کې لسګونه کسان د کوهستان په بېلابېلو سيمو کې د ښکاري ټوپکو پر ډزو وژل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، ډېرې پېښې د کورنيو شخړو او جنايي پېښو پر مهال رامنځته شوې چې پر همدې ښکاري ټوپک خلک وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومته وغوښتل چې پر يادو ټوپکونو دې کلک بنديز ولګوي.
login or register a new account.