پل علم(پژواک،٢٢مرغومى٩٤): د ملي امنيت ځواکونو په لوګر کې شپږ تنه له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي چې نيول شوي کسان عام خلک دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په مرکز پل علم او څرخ ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د يادو عملياتو پرمهال څلور تنه له څرخ ولسوالۍ څخه او دوه تنه يې له مرکز پل علم څخه له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د صالح په وينا، د روان کال له پيله د طالبانو په نيونه کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو دغه ډول عملياتو ښې پايلې درلودې.
د يادو کسانو د نيونې په غبرګون کې د څرخ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لوګر ولايتي شورا ته د شکايت لپاره ورغلي و .
د دې ولسوالۍ د ګرم اب کلي قومي مشر حاجي محمد نعيم د ولايتي شورا غړو ته وويل چې د ملي امنيت له لوري نيول شوي کسان طالبان نه، بلکې عام خلک دي.
ده زياته کړه: (( شپږ کسه يې نيولي دي چې يو پلار او درې زامن دي او دوه نور يې هم ميلمانه دي چې د شپې تېرولو لپاره ورغلي و.))
هغه وايي که ملي امنيت د عامو خلکو په نيونه لاس پورې کړي نو خلک به له دولت سره نور هم واټن پيدا کړي.
دغه راز د مرکز پل علم د دوشنبې کلي اوسېدونکي ضياالله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د دوى له کلي څخه دوه تنه له طالبانو سره د همکارۍ په تور بيولي دي.
ده هم وويل چې دغه کسان بې ګناه دي او له طالبانو سره يې هيڅ ډول تړاو نه درلود.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال محمدقسيم خوشي وال راغليو خلکو ته وويل چې د نيولو شوو کسانو په اړه بايد اندېښنه ونه لري.
د هغه په وينا، که دغه کسان له طالبانو سره کوم تړاو ونه لري نو ملي امنيت به يې تر څېړنو وروسته بېرته راخوشې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP