Language

په جانې خېلو کې د ٣٠ پروژو چارې بشپړې شوې

ښرنه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون  پروګرام له لوري ٣٠ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيکا والي امين الله شارق او د دې ولايت يو شمېر نورو چارواکو جاني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او يادې پروژې يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

د پکتيکا والي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د کليو د پراختيا رياست د ملي پيوستون د برنامې له لوري د ۹۲ ميليونو افغانيو په لګښت د ۸۵ پروژو کار پيل شوی وو.

ده زياته کړه، د يادو پروژو له ډلې د ٣٠ هغو کار بشپړ شوى، چې د پلونو، پولګوټو او د اوبو د څاګانو جوړول او پر ځينو کليوالي سرکونو جغل اچونه په کې شامل وو.

د پکتيکا د کليو پراختیا رياست ريیس نجیب الله پژواک ته وويل، چې دغه دېرش پروژې د تېرو لسو مياشتو په اوږدو کې بشپړې شوي او د کال تر پايه به د پاتې پروژو چارې هم پاى ته ورسېږي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب خان پر دې  پروژو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  له يوې خوا په دې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون له لوري پروژې د ولسونو په انتخاب او د هغوی په لاس جوړيږي او له بله پلوه د دې سيمې خلکو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ده په دې ولسوالۍ کې د نورو پروژو د پلی کېدو غوښتنه هم وکړه.

د دې ولايت د  مرکز ښرنې اوسېدونکى شابران بيا پژواک ته وويل، چې د نورو ولايتونو په پرتله د ملي پيوستون له لوري په دې ولايت کې کم کارونه شوي او په نشت حسابېږي.

د پکتيکا والي شارق هم مني چې په دې ولايت کې د ناامنيو او ځينو نورو ستونزو له امله  د ملي پيوستون له لوري لکه څنګه چې لازمه وه، هسې کارونه نه دي شوي.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکا په مرکز ښرنه کې له ځينو ځايي خلکو څخه راغونډې شوې مرستې د دې ولايت په بېوزلو کسانو ووېشل شوې.

دغه مرستې د لنکن ښوونیزمرکز، ځينو نورو ځوانانو او مدني فعالانو له لوري په بازار او کلیو کې راټولې شوې وې، چې نن د يوې غونډې په ترڅ کې د پکتيکا په کابو ١٨٠ کورنيو ووېشل شوې.

په دې مرستو کې ژمني ګرم توکي، جامې او نور اړين توکي شامل دي.

login or register a new account.

Related Topics