غزني (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي، په ګيرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قوماندان مولوي حميدالله له خپلو شپږ ملګرو سره وژل شوى دى.
دى وايي: ((په وژل شوو کې دوه تنه يې بهرنيان دي.))
امرخېل وويل، حميدالله او کسانو يې د دغه ولايت په ډېرو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود او دوى وروسته تر هغه و وژل شول چې د ورانکاريو د پلانونو په جوړولو بوخت وو.
د ده په وينا، د يادو کسانو د وژل کېدو پر مهال وسلې او چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي شاه محمد هم پژواک ته وويل، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي او په کې د مشهور قوماندان حميدالله تر څنګ څو تنه نور هم وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميي په خپرولو سره د يادو عملياتو پخلى کړى دى.
په اعلاميه کې هم راغلي، چې حميدالله له خپلو شپږو ملګرو سره د ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP