Language

د پکتیکا خلک: کېدونکې مرستې قومي مشران او چارواکي خپل منځ کې وېشي

ښرنه (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): د پکتيکا ولايت ځيني اوسېدونکي وايي چې د پېښو پر مهال مرستې د اړمنو کسانو پر ځاى پر قومي مشرانو او دولتي کسانو وېشل کېږي.

خو د پکتيکا ولايت له پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي چې د پېښو پر مهال يې له زيانمن شوو کورنيو سره د مرستې لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ادم خان وطن دوست د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل جې د پېښو پر مهال له ځپل شوو کورنيو سره نه، بلکې له قومي مشرانو او يا هم هغو کسانو سره مرستې کېږي چې په دولت کې دندې لري.

نوموړي زياته کړه: ((دولت يو شمېر قومي مشرانو ته مرستې ورکوي او د هغوی په لاسونو يې پر خلکو وېشي چې په نتيجه کې يې مستحق خلک پاتې کېږي او د قومي مشران يې پر خپلو کورنيو وېشي.))

دغه راز د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي جلال الدين هم پژواک ته وويل چې ډېر وخت مرستې اړمنو کورنيو ته نه رسېږي.

ده وويل چې اړوندې ادارې بايد هڅې وکړي تر څو مرستې پر هغو خلکو ووېشي چې د پېښو پر مهال زيانمن شوي وي.

خو د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې رييس عبدالحدي هادي پژواک ته وويل چې په بېړنيو حالاتو کې له ٧ سوه کورنيو سره د خوراکي او له پنځه سوه کورنيو سره د غير خوراکي توکو لپاره اړين مواد په واک کې لري.

هغه زياته کړه: ((که په هره ولسوالۍ کې کومه پېښه را منځته شي موږ چمتووالى لرو چې په وخت ورسره مرستې وکړو.))

ده وويل چې څه موده وړاندې د دغه ولايت په جاني خېلو او يوسف خېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله يو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

ده وويل چې د يادو خلکو سروې يې کړې ده او ډېر ژر به ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وکړي.

خو د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې رييس بيا وايي چې تر دې وروسته دوى خپلې وروستۍ هڅې کوي تر څو مرستې اړمنو کورنيو ته ورسېږي.

ده زياته کړه: ((که کله د مرستو وېشلو اړتيا پيدا شوه نو دا ځل به يې زه انشاالله په خپلو لاسونو پر مستحقو خلکو وويشم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.