Language

له پژواک سره تر مرکې وروسته پنځه کلنې مدينې مالي مرسته ترلاسه کړه

کندهار (پژواک،٢٤مرغومى٩٤): له هغه وروسته چې پژواک خبري اژانس په کندهار کې د يوې پنځه کلنې ماشومې مرکه خپره کړه، يوه بهر مېشتي افغان او يوې افغانې سياستوالې د هغې له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.

مرکه د مرغومي په ٦مه د مدينې په نوم له يوې وړې ماشومې سره شوې وه چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سوال کولو پر ځاى د کندهار ښار پر واټونو تر نيمې شپې ايشېدلې هګۍ او کچالو پلوري.

يادې شوې ماشومې ويلي وو، دا سوال نه کوي، د دې تر څنګ چې د خپلې کورنۍ د لاسنيوي په خاطر پر ځان ډېر کړاو تېروي، ښوونځي ته هم ځي.

هغې دا هم ويلي و چې پلار يې ژوندى دى، خو کار نه ورته پيدا کېږي، هره ورځ سهار د مزدورۍ په نيت له کوره وځي، خو ډېر وختونه بيرته تش لاس کور ته راځي، ځکه نو دا مجبوره ده چې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړي او د کورنۍ لپاره يو څو پيسې وګټي.

د يادې مرکې تر خپرېدو وروسته يوه بهر مېشتي افغان او په کابل کې يوې افغانې سياستوالې چې نه يې غوښتل نومونه يې ياد شي، د کندهار له دغې بې وزلې کورنۍ سره د ٣٠٠ امريکايي ډالرو مرسته وکړه، چې د پژواک د خبريال له خوا ور وسپارل شوې.

د ماشومې مدينې پلار احمد شاه له پژواک خبري اژانس څخه مننه وکړه چې د هغوى غږ يې تر خلکو ورساوه او له امله يې د هغه له کورنۍ سره مرسته وشوه.

هغه وويل: ((د يوه پلار په توګه مې زړه نه غواړي په خپلو وړو ماشومانو کار وکړم، خو څه وکړم، خپل غربت او بې وسۍ دغه حال ته را رسولى يم.))

دى وايي، کار او روزګار نه ورته موندل کېږي، هره ورځ د مزدورۍ په نيت له کوره وځي، خو بيرته تش لاس راستنېږي.

د نوموړي په وينا، په يو کرايي خرابه کور کې اوسېږي او مجبور دى هره مياشت درې زره افغانۍ کرايه ورکړي.

هغه وويل: ((يو زوى او دوه لوڼې لرم، هغوى سهار ښوونځي ته ځي، کله چې غرمه کور ته راشي او ډوډۍ وخوري نو بيا د ګاونډيانو په کور کې قران شريف زده کوي، تر دريو بجو وروسته يې مور هګۍ او پټاټې ورته ايشوي او دشپې تر ناوخته يې پلوري.))

دى وايي، په اولادونو سوال نه کوي، بلکې هغوى يې ذهناً دې ته چمتو کړي چې هم زده کړې وکړي او هم کار وکړي.

نوموړى له حکومت څخه غوښتنه کوي، څو خلکو ته د کار په موندلو کې مرسته وکړي، څو هغوى اړ نه شي په خپلو وړو اولادونو کار وکړي.

login or register a new account.