Language

چارواکي : د هلمند بریدونو کې ۵۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۴) : چارواکي وایي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په هوایي  بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ۵۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د مرغومي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا بریدونه له پرون راهیسې د ګرشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سیمه کې د ګډو ملي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو اووسله والو ترهګرو ترمنځ په نښتو کې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۴ تنه نوریې ټپیان دي.

دی وایي،  په دې نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې اوله سیمې څخه د دولت وسله وال مخالفین شړل شوی دي.

بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ قول ارو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددوی د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې چې په ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شوي، ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.