Language

د تخار په درقد کې ۴۰ طالبان له حکومت سره یو ځای شوي

تالقان (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې ٤٠ وسله وال طالبان له حکومت سره يو ځاى شوي او ١٢ نور نيول شوي دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په درقد ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه ٤٠ طالبان له حکومت سره يو ځاى شوي او ١٢ نور نيول شوي دي.

اسير زياته کړه: ((امنيتي ځواکونو اوس هم کور په کور پلټنې روانې کړې تر څو نور طالبان هم پيدا کړي.))

دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تېمور هم وايي چې په درقد ولسوالۍ کې شاوخوا ٤٠ طالبان له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى شوي دي.

ده وويل چې د عملياتو له پيله تر اوسه په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ٥٠ طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د تيمور په وينا، د تخار والي محمد ياسين ضياء اوس مهال په درقد ولسوالۍ کې دى تر څو د دې ولسوالۍ چارو ته سمون ورکړي.

د  کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له حکومت سره د يادو کسانو د يو ځاى کېدو پخلى کړى دى.

خو د وسله والو طالبانو  وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تخار ولايت کې د طالبانو هېڅوک له حکومت سره نه دي يو ځاى شوي.

هغه زياته کړه: ((موږ دا خبره ردوو، زموږ اړوند دوی ته څوک نه دي تسلیم شوي، البته که کوم کسانو د امتیازاتو اخيستو لپاره ځان مجاهد معرفي کړي وي، لکه چې پخوا هم په ګڼو ځایونو کې همداسې شوي دي، خو هغه زموږ اړوند خلک نه دي.))

درقد ولسوالي شاوخوا دوه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته خو د روانې مياشتې په لومړيو کې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيوله.

 

login or register a new account.