Language

“طالبانو په غزني کې د ځينو ولسواليو لاره تړلې”

غزني (پژواک،۲۶مرغومی۹۴): د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو راهيسي وسله والو طالبانو د جغتو په قياق سيمه کې لار تړلې، چې له امله يې له غزني ښار سره لار تړلې شوې ده.

قياق د جغتو اړوند د غزني ولايت تر ټولو ناامنه خوږياڼو ولسوالۍ ته څېرمه سيمه ده، چې د جاغوري، مالستان او جغتو ولسواليو اوسېدونکي پرې غزني ښار ته تګ راتګ کوي.

د غزني د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي علي احمد د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د قياق په سيمه کې د دې ولسوالۍ لار تړلې ده.

هغه زياته کړه: ((غزني ښار ته همدا يو لار ده، خو طالبانو د قیاق په سیمه کې ماینونه ایښې دي، خلک د وېرې له امله په دې لارې نه شي تللى.))

 د ده په وينا، امنيتي ځواکونو د يادې لارې د خلاصون لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

دى وايي، د لارې د بندوالي له امله خلک د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره مخامخ دي.

دغه راز د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل: ((زه د مالستان_غزني ښار په لار موټر چلوم، خو اوس د قياق په سيمه کې لاره بنده ده، نو زه مجبور يم چې د پنځو ساعتونو لار په ٩ ساعتونو کې و وهم.))

هغه وايي: ((ژمی دى، د خلکو خوراکي توکي خلاص شوي دي، که چېرته دا لاره خلاصه نه شي او واورې هم وشي، شاید انساني ناورين رامنځته شي.))

ده هم وويل چې ياده سيمه وسله والو طالبانو په ماينونو پوښلې ده.

دغه راز د جاغوري ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي هم د قياق له لارې غزني ښار ته تګ راتګ کوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، کابو دوه اونۍ وړاندې د قياق په سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

نوموړي زياته کړه، تر يادې نښتې وروسته طالبانو په دې سيمه کې ماينونه ځاى پرځاى کړل او اوس څوک پرې تګ راتګ نه شي کولى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.