غزني ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې يوه عام کس درې طالبان وژلي خو طالبان دغه پېښه ردوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د وشنونو سيمه کې يوه عام کس درې طالبان وژلي دي.
هغه زياته کړه: ((درې طالبان بېګاه د اخترمحمد کره د شپې تېرولو لپاره ورغلي دي چې وروسته بيا يو طالب د اخترمحمد لور ته لاس اچولى، هغه را ولاړ شوی درې واړه طالبان يې وژلي دي.))
دغه راز د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د اندړو ولسوالۍ د وشنونو سيمې اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې اخترمحمد تېره شپه درې طالبان په خپل کور کې وژلي دي.
ده هم وويل چې يو طالب د اخترمحمد لور ته لاس ور اچولى دى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ياده پېښه ردوي.
هغه وايي: ((هغه راپور کاملاً غلط دی چې وایي، درې مېلمانه طالبان د يوې کورنۍ له خوا وژل شوي دي.))
اندړ د غزني ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې یو شمېر سیمې يې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
login or register a new account.