Language

په بلخ کې له سلګونو بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

مزارشريف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): بلخ ولايت ته د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو له سلګونو بې ځايه شوو کورنيو سره د سعودي عربستان لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، د مرغومي په ۲۷مه، د سعودي عربستان د خيريه مرستو بنسټ لخوا د شمال زون له ۱۸۰۰ بې ځايه شويو اړو کورنيو سره وشوه.

د بلخ ولايت د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې بلخ ته د شمال زون له بېلا بېلو ولايتونو څخه ۳۰ زره بې ځايه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت دي.

نوموړي زياته کړه، چې نننۍ مرستې د شمال زون له خورا اړمنو کورنيو سره وشوې، چې دوی د سروې له لارې غوره کړې وې.

د هغه په وينا، دغې مرستې چې ۱۵۰زره امريکايي ډالر ارزښت لري، له هرې کورنۍ سره د يوې  کمپلې، اوړو، غوړيو، بورې او  وريجو مرسته وشوه.

له فارياب څخه بلخ ولايت ته د بې ځايه شوې کورنۍ يوه غړي عبدالله ، چې نن يې مرسته تر لاسه کړه، پژواک ته وويل چې دغه ډول مرستې د دوی د ژوند سرسري ستونزې حلولی شي.

نوموړي له ياد بنسټ څخه د مننې ترڅنګ له حکومت نه د سرپنا او د روزګار په موخه د کار پيدا کېدو غوښتنه وکړه .

د سعودي عربستان د خيريه بنسټ استازي حسن شحبرد مرستو د وېش پر مهال پژواک ته وويل، چې دوی به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه، پوهېږي چې ورته مرستې د يوې کورنۍ ټولې اړتياوې نه شي پوره کولی، خو تر يو ځايه يې ستونزې حلولی شي.

د کډوالو چارو وزارت سلاکار حيات الله سباوون، چې له کابل څخه د يادو مرستو د وېش په موخه مزارشريف ته راغلی و، پژواک ته وويل، چې همدا ډول مرستې نن په کابل او ننګرهار ولايتونو کې هم له بې ځايه شويو اړمنو کورنيو سره کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د ياد بنسټ لخوا له ۴۱۰۰ بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې کېږي، چې ۱۸۰۰ يې په بلخ او پاتې يې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې دي.

د هغه په وينا، له کډوالو وزارت سره په ټول هېواد کې يو نيم ميليون بې ځايه شوې کورنۍ ثبت دي، چې ډېری يې د وروستيو کلونو د ناامنيو له امله د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.