پل علم (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): په لوګر ولايت کې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه صفر ته راټيټه شوې ده.
دغه څرګندونې د لوګر ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد ظريف نايب خېل په مرکز پل علم کې د ښځينه نرسانو او قابله ګانو د دوه کلنو زده کړو د پرانيستې په غونډه کې وکړې.
نايب خېل وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو کچه پورته شوې ده نو له مخې يې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه هم راټيټه شوې ده.
ده وويل: ((که له تېرو کلونو سره يې پرتله کړو نو زموږ روغتيايي خدمتونه ٨٠ سلنه ښه شوي دي او په هره ولسوالۍ کې په عادي توګه زېږون پرته له مړينې ترسره کېږي.))
دغه راز د لوګر د ولايتي روغتون رييس ډاکتر عاشق الله مجيدي هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په رسمي روغتيايي مرکزونو کې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کومه پېښه نه ده ليدل شوې.
مجيدي وايي چې له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١١ ميلادي کاله پورې لوګر ولايت د ښځينه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو په برخو کې ستونزې درلودې خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((څلور کاله وړاندې موږ هر کال د سلو په شاوخوا کې مېرمنې د زېږون پرمهال له لاسه ورکولې خو اوس دغه کچه صفر ته راټيټه شوې ده.))
ده وويل چې د دغه ولايت يواځې په هغو سيمو کې به ميندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې کورنۍ يې د زېږون لپاره روغتيايي مرکز ته يو نه سي.
دغه راز په ياده غونډه کې د لوګر والي محمدحليم فدايي پر نوو زده کوونکو نرسانو او قابلو ټينګار وکړ چې په سمه توګه خپله درسي دوره پاى ته ورسوي.
فدایی وویل: ((ستاسو قابلو او نرسانو دندې په ټولنه کې ډېرې مهمې دي او کار مو په مستقیم ډول د انسان په ژوند پورې تړلی دى، که مو ښې زده کړې وکړي نو ښه خدمت به وکړئ او که نو د ناروغ ژوند به د مرګ له ګواښ سره مخ کړئ.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ويلي وو چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه کمزوري دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP