Language

پکتيا کې قومي مشرانو،مدني فعالانو او عالمانو د احدي څرګندونې رد کړې

ګردېز(پژواک،٢٧مرغومى٩٤): د پکتيا ولايت يو شمېر قومي مشرانو ،دمدني ټولنو غړو او ديني عالمانو د نوې ملي جبهې د مشر څرګندونې رد کړې او ويي ويل چې دا ډول خبرې د هېواد په ګټه نه دي.

دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو چې شمېر يې شاوخوا دوو سوو ته رسېده، د مرغومي په ٢٧مه د يوې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر خلاف د راپورته شوو سياسي ډلو مبارزه ناسمه وبلله.

د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان نوې ملي جبهې په نوم يوې ډلې د انوارلحق احدي پر مشرۍ د دولت پر وړاندې د سياسي اپوزېسيون موجوديت اعلان کړ.

دې ډلې د ملي يووالي حکومت د خپلو ژمنو په عملي کېدو کې ناکامه او نامشروع وباله او له سره يې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا پخواني رييس ښايسته جان احدي وويل: (( موږ دحکومت دښه والي لپاره هر ډول قانوني اقدام ته درناوی لرو او بايد دا ډول خوځښتونه موجود وي خو ځينې نيوکې چې پر دولت کيږي د منلو وړ نه دي.))

دی وايي چې حکومت له ډيرو ستونزو سره مخ دى په داسې حالاتو کې بايد ورسره مرسته وشي نورې ستونزې ورته ونه زيږول شي.

دی وايي: (( موږ په دې هېواد کې ډيرې بدې خاطرې تېرې کړې او خلک نور نه غواړي چې دولت ته کومه صدمه ور ورسېږي.))

په پکتيا کې د مدني ټولنې غړي خالد حبيب هم وويل چې په نظام کې د شته ستونزو د حل لپاره بايد لارې چارې ولټول شي د ړنګولو هڅې يې بايد ونشي.

ده وويل: (( خلکو په سختو حالاتو کې رايه ورکړه او حکومت يې جوړ کړ که اوس ورته څوک توهين کوي نو د ملت رايو ته توهين کوي.))

د پکتيا قومي مشر دينه ګل غريب مل د ملي وحدت مشرانو ته وړاندېز وکړ ،چې په نظام کې دننه ستونزې حل تر څو دخلکو نيوکو ته ځای پاتې نشي.

دی وايي چې حکومت دې په راتلونکې کې دټاکنو په شفافيت او د خپل منځي اختلافاتو په کمولو کار وکړي تر څو دخلکو اعتبار لاس ته راوړي.

د يادولو ده ،چې دنوي دولت له جوړېدو وروسته د جبهه نوين په نامه دا درېيم اپوزيسون دی چې خپل فعاليت پيلوي.

login or register a new account.

Related Topics