Language

د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو مالي مسوول ونيول شو

تالقان(پژواک،٢٨مرغومى٩٤): د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو له لوري د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ښاروال او مالي مسوول نيول شوى دى.

د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومى په٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د درقد ولسوالۍ په تره کي کلي کې د طالبانو ښاروال او مالي مسوول نيول شوى دى.

ده وويل: (( مولوي شکرالله په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو د ښاروالۍ او د مالي چارو مسووليت پر غاړه دردلود.))

اسير زياته کړه چې مولوي شکرالله  په لومړنيو څېړنو کې له طالبانو سره پر خپلو دندو اعتراف کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي شکرالله د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور پژواک ته وويل: (( مولوي شکرالله په دې وروستيو کې د طالبانو د مالي مسوول او ښاروال په توګه ټاکل شوى و چې نن د پوليسو له خوا ونيول شو.))

هغه وايي چې د درقد ولسوالۍ ډيرې سيمې اوسمهال د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تخار ولايت درقد ولسوالۍ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته خو د روانې مياشتې په لومړيو کې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه ونيوله.

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics