محمود راقي ( پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤) : چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سيمې دا وسېدونکو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد اغا ساپي د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر ماښام راهيسې د تګاب په شينکي سيمه کې د حکومت په ملاتړ د سيمې د اوسېدونکو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته روانه وه.
هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې تر اوسه دوه تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي تېره ورځ د تګاب قومي مشر، پخواني ولسوال او جهادي قوماندان عبدالحکيم اخندزاده د سيمه ييزو پوليسو پر ملتيا سيمې ته ورغلى و ، چې وسله والو پرې بريد وکړ.
د سيمې يو اوسېدونکى حاجي زرين هم په سيمه کې د وژل شو کسانو خبر تاييدوي او وايي چې ځينې پخواني مشران غواړي له حکومت سره نورې هم اړيکې ښې کړې څو په سيمه کې نا امنۍ له منځه يوړل شي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.