Language

لوګر کې یو طالب قوماندان وژل شوی

پل علم (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په دغه ولايت کې یو طالب قوماندان وژلى او شپږ نور وسله وال يې ژوندي نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ٧ بجې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو قوماندان نيازمحمد وژل شوی او ٦ نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((نيازمحمد او کسانو يې په تېرو څو کلونو کې په لوګر کې ترهګريز فعاليتونه کول او تېره شپه يې په يو کور کې پلان جوړاوو چې د ملي امنيت له لوري عمليات پرې وشول.))

ده وويل چې د يادو عملياتو په ترڅ کې له نيول شوو کسانو څخه د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورمونه، دوربينونه، وسلې او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د صالح په وينا، نيول شوي کسان اوسمهال په کابل کې تر څېړنو لاندې دي.

د التمور سيمي اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې د طالبانو قوماندان نيازمحمد وژل شوی او ځيني نور کسان يې ملي امنيت له ځانه سره بيولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم او څرخ ولسواليو کې ٦ تنه له وسله والو طالبانو سره دهمکارۍ په تور نيولي وو.

login or register a new account.