کابل ( پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤ ): ناپېژاندو وسله والو کابل ښار ته څېرمه د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند احمدشاه بابا مينه (ارزان قيمت) کې د نجونو د ښوونځي يوه برخه سوځولې ده.
د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرزاد نن (مرغومي ٢٨ مه ) پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې ناپېژاندو کسانو کابل ښار کې د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند احمدشاه بابا مينه سيمه کې يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.
نوموړي زياته کړه :" ناپېژاندو کسانو ددې لېسې څوکېدار عبدالله له وهلو ټکولو څخه وروسته ددې ښوونځي په کتابتون کې بندي کړى او کتابتون ته يې اور اچولى چې په پايله کې څوکېدار وژل شوى دى."
تر اوسه ددې پېښې مسووليت کوم چا يا ډلې پر غاړه نه دى اخيستى؛ خو د امنيتي ځواکونو له لوري په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
په ورته وخت کې د کابل ١٠١ اسمايي زون د جنايي تحقيقاتو مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک ته وويل چې لومړنۍ موندنې ښيي چې ښايي دا پېښه د شخصي تربګنۍ له امله رامنځ ته شوې وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP