کابل (پژواک، ٢٨مرغومى ٩٤): د کابل ښار اتمې امنيتې حوزې د کارته نو په سيمه کې په يو درې پوړيز کور کې اور لګېدنه مرګ ژوبله نه لري، خو دروند مالي زيان يې اړولى دى.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال محمد همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې اور لګېدنه نن (د مرغومي ٢٨مه) له غرمې وړاندې د رحمان مينې په نانوايي سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې اورلګېدنه د دې ودانۍ په درېيم پوړ کې چې پلاستيکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو د برېښنا د شارتۍ په سبب رامنځته شوې ده.
عيني د ودانۍ د مالک له قوله وويل چې د اورلګېدنې له امله د څه باندې سل سره ډالرو په لګښت مالونه له منځه تللي دي.
خود کابل پوليسو دا چارواکى وايي چې اطفايه د پېښې سیمې ته پر وخت رسېدلې وه خو له دې چې توکي پلاستیکي و، ژر یې په مړ کولو ونه توانېده او زیان رامنځته شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP