مزارشريف (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۴) :د مزارشريف لسګونو ځوانانو د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه پر واټونو پلى تګ وکړ.
دوی د روغتيايي چارو له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د سرطان پر وړاندې مبارزه دې يواځې شعار پورې تړلې نه پرېږدي؛ بلکې عملي چارې دې هم ترسره کړي.
خو د بلخ ولايت ډاکټران وايي چې په دغه ولايت کې د سرطان ناروغۍ د ځينو بڼو د تشخص اسانتياوې شته؛ خو د درملنې امکانات يې خورا کم دی.
د نړيوالو رضاکارانو( Global Volunteer ) ټولنې لخوا د مرغومي په ۲۹مه، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار د سلطان رضيه لېسې پر واټ لسګونو ځوانانو د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پلی تګ وکړ.
د يادې ټولنې مرستيال ډاکټر رشاد عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځوانانو پلی تګ د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه تر سره کړ.
د هغه په وينا، ډېری ځوانانو د سګرټو، دخانياتو او قيلون په څکلو روږدي وي، چې د سرطان ناروغي د پيدا کېدو عمده لارې بلل کېږي.
ډاکټر رشاد وويل، دوی پيغام ورکړچې خلک بايد د سپورټ برخې ته پام وکړی، چې له ناروغيو سره د مبارزې له ټولو اسانه او وړ لاره ده.
د مزارشريف اوسېدونکي ځوان سلطان عزيزي، چې په دغه پلي تګ کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې د ورته هڅو له لارې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې عامه پوهاوی ښه رامنځ ته کېږي.
خو نوموړي زياته کړه، چې د روغتيايي چارو مسوولين بايد د سرطان ناروغي پر وړاندې عملي چارې هم تر سره کړي.
د هغه په وينا، که چېرې عامو خلکو ته په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو د لارو چارو په اړه پوره معلومات ورکړل شي؛ نو خلک به يې د مرګ له وېرې هم عملي کړي.
په مزارشريف ښار کې د شخصي کتنځي مسوول ډاکټر محمد شفيق پژواک ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د وروستيو روغتيايي چارو بدلونو له امله د سرطان ناروغۍ د ځينو بڼو د تشخيص اسانتياوې پيدا شوې دي.
login or register a new account.