تالقان(پژواک،٣٠مرغومى٩٤): دتخار ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي مدير پر يوې پېغلې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د مرغومي په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کلفګان ولسوالۍ د ابوالحسن خرقاني لېسې مدير محمود حيدري يوه اوونۍ وړاندې د يخشي ګل په نوم يوه نجلۍ تښتولې وه.
هغه وايي چې تېره ورځ حيدري په يخشي ګل جنسي تېرى کړى او په خپله تښتېدلى دى.
تيمور وايي چې د حيدري د نيونې په اړه پوليسو هلې ځلې پيل کړې دي خو تراوسه يې نه دى نيولى.
٢٣کلنې يخشي ګل پژواک ته وويل: (( زه تالقانو ته راغلې ومه کله چې بېرته کلي ته تلم، خپل ورور ته مې زنګ هم وهلى خو مدير حيدري له يو شمېر وسله والو سره زما مخه ونيوله او زه يې اختطاف کړم.))
هغې وويل : ((مدير حيدري او کسانو يې وروسته بيا زه چنار ګنجشکان سيمې ته بوتلم.))
هغې زياته کړه چې د جنسي تېري په وخت کې يې د بې هوښۍ درمل ورکړي او نه ده پوه شوې چې يواځې حيدري او که نورو کسانو هم ورباندې جنسي تېرى کړى دى.
دې وويل چې اړوند ارګانونه بايد هرڅه ژر مدير حيدري پيدا کړي او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.
هغې زياته کړه: ((زه نور په کلي او کور کې ځاى نه لرم زه څنګه وکړم هيڅ نه پوهيږيم.))
يخشي ګل دا مهال د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په رياست کې ده.
محمود حيدري په تخار کې د پخواني جهادي قوماندان ضابط حيدر زوى دى.
login or register a new account.