Language

د لوګر د ځینو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي

پل علم (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۴): د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ځينو سيمو کې مخابراتي شبکې په سمه توګه کار نه کوي او زیاتوي چې په ازرې او خروار ولسوالیو کې یادې شبکې هېڅ فعالیت نه لري.

د خروار ولسوالۍ د پړاو سيمې اوسېدونکي خدایداد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټوله ولسوالۍ کې یې د ټيلېفون انتن نشته او د اړیکو په موخه له پکتیا ولایت سره نږدې سیمو ته ورځي.

هغه وایي: "دا د شرم ځای دی چې وروسته له ١٤ کلونو اوس هم د خروار اوسېدونکي ټیلېفوني او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او حکومت یې هم دې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې."

د خروار ولسوالۍ د عزیر کلا اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل: "څلور مياشتې کېږي پل علم کې درس وايم، کور ته نه يم تللى او هلته ټيلېفون کار نه کوي، له خپلې کورنۍ څخه نا خبره يم."

دغه راز د ازرې ولسوالۍ د جانی خېلو کلي اوسېدونکي سرور پژواک ته وویل: "زموږ په ولسوالۍ کې له تېر یونیم کال راهیسې مخابراتي شبکې کار نه کوي او خلک په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي."

دی وایي: "کله چې وغواړو په ټيلېفون خبرې وکړو نو اړ کېږو چې د غره سر ته وخېژو او بیا په ډېر مشکل خبرې کوو چې دا کار د سپین ږیرو او ښځو لپاره ډېره لویه ستونزه ده."

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د مخابراتي شبکو په اړه د خلکو شکایت پر ځای بولي او وایي چې په دې وروستیو کې یوازې د سلام مخابراتي شبکه د ولسوالی په انګړ کې خپل انتن درولی چې په نږدې سيمو کې کار کوي.

ولسوال وویل: "دا رښتیا ده چې د ولسوالۍ ۸۰ سلنه وګړي د مخابراتي شبکو فعالیتونو ته لاسرسی نه لري او یوازې د یوې دقیقې ټيلېفوني اړیکې لپاره اړ کېږي چې د غره سر ته وخیژي، په ډېرو سیمو کې دا کار هم ناشونی دی."

د بره کي برک د سجاوند کلي اوسېدونکي جمشېد پژواک ته وویل: "زموږ په کلي کې د ټيلېفون د انتن کیفیت ډېر خراب دی، په ډېرو برخو کې خو لا بېخي کار نه کوي خو یوازې د کورونو په دویم چت او یا په لوړه تپه کې کار کوي."

 

هغه وایي: "ټیلېفون ته په ورځ او شپه کې اړتیا ده خو زموږ خلکو ته بيا دغه اسانتيا نه ده برابره شوې."

د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ټيلېفوني شبکو له خدمتونو نا خوښ دي او وایي چې د ورځې هم په سمه توګه کار نه کوي خو چې کله شپه شي نو په ټوله ولسوالۍ کې ټیلېفوني شبکې خپل فعالیتونه بند کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.