Language

د ګردېز هټيوالو په دې ښار کې د ناامنيو زياتېدو په غبرګون کې خپلې هټۍ وتړلې

ګردېز (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيا سوداګرو او د ګردېز هټيوالو په ښار کې د نامسوولو وسله والو او ناامنۍ د زياتېدو په غبرګون کې، نن ورځ خپلې هټۍ او نور کارونه درولي وو.

تېره ورځ د ګردېز ښار د دویمې حوزې مخې ته، نامعلومو وسله والو د یوه سوداګر درې زامن په ډزو ټپیان کړل او دوه ميلیونه افغانۍ یې ترې يوړې .

د ګردېز دکانداران وايي، په ښار کې یې سر او مال خوندي نه دی او دلته نامسوول وسله وال په رڼا ورځ هټیوال ګواښي او وسله وال بریدونه پرې کوي او دا چاره له څو کلونو راهيسې روانه ده.

د ګردېز ښار يوه هټيوال  بلال احمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښار کې په رڼا ورځ پر دوکاندارانو وسله وال بريدونه کېږي او پیسې ترې اخيستل کېږي او کله ناکله وژل کېږي هم.

ده زياته کړه، دوى په تېرو څو کلونو کې څو څو ځله له امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې ډول پېښو مخه ونيسي، خو دا چاره لا هم روانه  ده.

هغه وايي : ((دلته دوکانداران په رڼا ورځ ويشتل کېږي، دوی سر او مال خوندي نه دی او باید چې حکومت زموږ امنيت ته پام وکړي.))

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر نصير علم يار وايي، په پکتيا کې سوداګرو او نورو هټيوالو ته ډېره کمه د کار کولو زمينه برابره ده، خو که چېرې دا ډول پېښې روانې وي، شته سوداګر به هم له خپله کاره زړه توري شي .

د ده په وينا، دولت په ځانګړي ډول امنيتي ادارې بايد د سوداګرو هر ډول ستونزو ته پام وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخ ونيسي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال زمان وایي، د تېرې ورځې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي او تر ټولو لومړۍ به هغه امنیتي ځواکونه ونیسي، چې د پېښې پرمهال يې د وسله والو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی .

نوموړى وويل:  ((د سوداګرو او هټيوالو ساتنه د ټولو امنيتي ځواکونو دنده ده، موږ به هغه پوليس ونيسو چې په دې پېښې کې يې ناغېړي کړې ده او موږ به تر خپله وسه نوره هڅه هم وکړو، چې د داسې بريدونو مخه ونيسو او د سوداګرو او هټيوالو سر او مال خوندي کړو.))

د ګردېز ښار اوسېدونکي هم وایي، دلته د پخوا په پرتله د نامعلومو وسله والو له لوري د وژنو او اختطاف پېښې زیاتې شوي، چې امنیتي ځواکونه یې باید د مهارولو هڅه وکړي .

login or register a new account.

Related Topics