ګردېز (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي، په زرمت ولسوالۍ کې د نړيوال خوراکي سازمان ١٥٠ ټنه مواد وسله والو مخالفينو له لارې ګرځولي دي.
د يادې ولسوالۍ يوه لوړپوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه خوراکي مواد په ۵ بار وړونکو موټرو کې بار شوي وو، چې زرمت ولسولۍ د سرکي په سيمه کې وسله والو طالبانو له لارې ګرځولي دي.
سرچينه وايي، دا مواد له همدې لارې پکتيکا ته په دې ولايت کې د مېشتو کډوالو لپاره وړل کېدل.
د پکتيا د ولايتي شورا غړى تاج محمد منګل هم دا خبره مني او وايي، چې دغه خوراکي مواد طالبانو د سيمې په خلکو وېشلي دي.
د هغه په وينا، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او مرسته رسوونکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د خوراکي موادو ډک څو موټر د طالبانو لخوا د څيړنې لپاره درول شوي وو، بیا موټر په خټو کې نښتي وو، چې وروسته سیمې ته عسکر راغلل ، د جګړې احتمال وو، ځکه طالپان له سيمې څخه ووتل.
نوموړي ادعا کړې چې کېداى شي دا توکي امنيتي سرتېري يا د سيمې اوسېدونکي وړي وي.
login or register a new account.