ګردېز (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه، ٩٤): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ډاکټر انوار الحق احدي په مشرۍ د نوې جوړې شوې ملي جبهې څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دې غونډه کې چې د سلواغې په لومړۍ نېـټه، د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې جوړه شوې وه، لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
دوى وايي، چې د ډاکټر انوار الحق احدي په مشرۍ ، د افغانستان نوې ملي جبهې ته د ملي يوالي جوړ شوی حکومت د منلو نه دی او په دې برخه کې ژور بدلون غواړي.
د غونډې ګډونوالو زياتوله، له کله چې د ملي يو والي حکومت جوړ شوی، ولسونه په دې خاطر ورڅخه ناخوښ دي، چې د دوى لپاره يې هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې کړې .
د غونډې يو تن ګډونوال او د فغان ملت ګوند د عالي شورا غړي احمدشاه احمدزي وويل، چې د ملي ګټو د خونديتوب لپاره د اوسني نظام ټينګښت او په حکومت کې بنسټيز بدلون غواړي.
د هغه په وينا، چې د ملي جبهې مشر پرېکړه د نظام ړنګول نه ، بلکې په ملي يوالي حکومت کې د ولسونو د هوساينې لپاره د ټاکنو په اساس بدلون را منځ ته کول دي.
ده زياته کړه : « موږه د حکومت سياسي مخالفين نه يو، موږ به د منطق له لارې ټولې خبرې کوو او د دې هېواد لپاره به کار کوو،دا د خلکو حق دی، کوم کارونه چې ورته د منلو نه وي بايد په اړه يې اقدام وشي.»
د پکتيا د ولايتي شورا غړي ډاکټر المير بهرم زوی هم د ملي جبهې له دريځ څخه ملاتړ وښوده او ويې ويل ، د نوې ملي جبهې کومه تګلاره چې د حکومت پر وړاندې يې لري په کلکه ملاتړ کوي.
ده زياته کړه : « کومه پاليسي چې د افغانستان نوې جبهې اعلان کړې، موږه يې ملاتړ کوو، د دې حکومت څخه به حساب غواړو او که حساب يې نه کاوه، په سوله ييز ډول به خپل مدني حرکتونه کوو.»
د غونډې په پای کې په يو پرېکړه ليک کې وويل شول چې په کې راغلي، دوى به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکوي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په ګردېز ښار کې د يادې جبهې پر ضد هم غونډه جوړه شوې وه.
login or register a new account.