Language

د بلخ سلګونو معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته امتياز نه دی ورکړل شوى

مزارشريف (پژواک، ۳ سلواغه، ۹۴) : د بلخ ولايت د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست له تېرو دوو کلونو راهيسې سلګونو معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته د دوی ۲۰ميليونه نغد امتياز نه دی ورکړی.

له تېرو دوه کلونو راهيسې له دغه رياست څخه۷۰ معلولينو او ۸۱۴ د شهيدانو وارثينو خپل نغد امتياز نه دی تر لاسه کړی.

د بلخ ولايت معلولين او د شهيدانو وارثين له دولت څخه د خپل دغه ناورکړل شوي امتياز غوښتنه کوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي ۳۰ کلنې مېرمن پري، چې په تېرو جنګونو کې يې مېړه وژل  شوی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درې کلونو راهيسې يې خپل نغد امتياز نه دی تر لاسه کړی.

نوموړې زياته کړه، چې له وړو وړو زامنو يې د امتياز اخيستو کتابجه ورکه شوې وه، چا پيدا کړې وه او رياست له تېرو درې کلونو راهيسې  دغه نغدي مرسته له ځانه سره بنده کړې ده.

د هغې په وينا، دوی له ځان سره هر ډول اسناد لري، چې وړاندې يې کړي؛ خو حقوق دې ورته ورکړل شي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکی ۴۶ کلن نظرمحمدچې په پښه معلول دی، نوموړي پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې خپل امتياز نه دی تر لاسه کړی.

نوموړي زياته کړه، چې په هرو درې ورځو کې يو ځل دغه رياست ته راځي او د خپل امتياز غوښتنه کوي؛ خو ورته ويل کېږي، چې سبا راشي.

هغه وايي : ((زه دومره کرايه له کومه کړم، چې راځم او دوی راته وايي، چې سبا راځه، بيا راشم بيا راته وايي، چې سبا راشه.))

login or register a new account.