کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٤): پوليسو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د نشه يي توکو او د الکولي مشروباتو د قاچاق په تړاو ٣٢ کسان نيولي دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته نن ( د سلواغې ٥ مه) په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د هېواد په پلازمېنه کابل، هرات، اروزګان، زابل، پروان، هلمند، ننګرهار، فارياب، پکتيا، کاپيسا، لوګر، کندوز، جوزجان او سمنګان ولايتونو کې له پېژندلو وروسته نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان له نيول کېدو وروسته دغه مرکز ته معرفي شوي، خو د يادو کسانو د نيول کېدو موده نه ده په ډاګه شوې.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې له نيول شويو کسانو څخه له ١٦٨ کيلوګرامه زيات هيرويين، له ٣٥٤ کيلوګرامه زيات ترياک، له ٥،٥ ټنه زيات چرس، ٥ ټنه کيمياوي توکي، ٣٥٠٠ ليټره الکولي مشروبات، ٢٣ عراده نقليه وسايط او ٣٣ سيټه موبايلونه ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په ليندۍ مياشت کې د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونو په تړاو د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ٦٣ کسان نيول شوي او ياد مرکز ته لېږل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP