مهترلام (پژواک ۶ سلواغه ۹۴): د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړه او په تړاو یې ۲۴ تورن کسان ونیول شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د غصب د مخنيوي کميسیون د مهترلام بابا په دښته کې کابو ۱۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه چې د غاصبینو له لوري غصب شوې وه او کورونه پرې جوړ شوي وو، د غصب کوونکو له منګولو خلاصه او کورونه یې ور ړنګ شول، چې د دې ځمکې زیاته برخه د اراضۍ په ادارې او پاتې نوره یې د ښوونکو د ښار ګوټي پورې تړلې ځمکه وه.
ده زياته کړه، د دې ځمکې د غصب په تور ۲۴ تنه د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د هغه په وينا، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي لارښوونه وکړه، چې په ټول لغمان او په ځانګړې توګه د مهترلام بابا په دښته کې د غصب په مخنیوي او د غاصبینو په نیولو کې په قاطعیت سره عمل وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د شاهي کانال د پروژې په تطبیق کې، چې له همدې دښتې به په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي، خنډونه را ولاړ نه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP