Language

په ډنډپټان کې ناپېژانده وسله وال پیدا شوي

ګردېز (پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): د پکتيا ځيني چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يو شمېر ناپېژاندو وسله والو فعاليت پيل کړی دی.

د ډنډ پټان ولسوال ګلاب شاه د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا دوو اونيو راهيسې په مقبل دره سيمه کې يو شمېر ناپېژاندو وسله والو فعاليت پيل کړی دی.

دی وايي چې د دغو کسانو شمېر لسګونو تنو ته رسېږي خو تر اوسه يې پوځي فعاليت نه دى کړى او د مرکزونو پر جوړولو بوخت دي.

ګلاب شاه وايي، د يادو کسانو په اړه يې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((يو ځل دغه کسان سم وپېژنو بيا يې په اړه خپل تصميم نيسو.))

د سيمې اوسېدونکي هم د يادو وسله والو فعاليت تاييدوي او وايي چې خبرې يې هم ورسره کړې دي.

د مقبل درې اوسېدونکي اصيل الدين پژواک ته وويل چې يو شمېر وسله والو په دې ولسوالۍ کې فعاليت پيل کړى او وايي چې هغوى طالبان نه دي.

دی زیاتوي چې یاد کسان په خپلو خبرو کې نرمښت ښيي او تر اوسه يې کومه داسې خبره خلکو ته نه ده کړې چې د اندېښنې وړ وي.

د سيمې دغه اوسېدونکی وايي چې ناپېژاندو وسله والو ورته ويلي چې د دوى يو شمېر نور کسان به هم ډېر ژر دې سيمې ته راشي.

دغه راز د پکتيا د ملي امنيت يو لوړپوړي کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يو شمېر ناپېژانده وسله والو فعاليت پيل کړى دى.

د سرچينې په وينا، هڅې روانې دي چې دغه کسان وپېژندل شي او پر وړاندې یې ګامونه پورته شي.

ډنډ پټان د پکتيا هغه ولسوالي ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره لسګونه کيلومتره ګډه پوله لري.

login or register a new account.